په انټرنټ کې د خوندي پاتې کیدو لپاره شپږ لارښوونې
د هیکونو، درغلیو، هیکرانو، ویروسونو او نورو ګواښونو سره، ممکن تاسو له انټرنټ څخه د ویرې احساس ولرئ خو سربیره پر دې، د بریښنایي توکو سره د سمارټ فون«ځيرک تيلفون» نښلول، په بېلابېلو اپلیکیشنونو کې ننوتل، هر ډول ویبپاڼې پرانيستل او... موږ د پام وړ ګواښونو سره مخ کولای شي.
ښه خبر دا دی چې موږ کولی شو د یو څو ساده امنیتي اقداماتو په پلي کولو سره د دې بریدونو په وړاندې خپل زیان تر يوې اندازې راکم کړو.
1. پیچلي پاسورډونه جوړ کړئ
ټول عکسونه او ویډیوګانې چې په انترنټ خپرېږي، د هغه اصلي او لومړی خپرونکی د هغه د کاپي رایټ حق لري او کولای شي چې پر نورو کارونکو یې بند کړي. خو د کلونو کلونو ډیټا کېدای شي د یو عادي پاسورډ چې تاسو یې ورکوئ، ستاسو له لاسه وباسي، ځینې ملګري داسې پاسورډونه د خپلې اسانتیا لپاره کاروي لکه (١٢٣٤)، (٠٠٠٠) دا مطلق غلط کار دی، پیچلي او سخته پاسورډونه وکاروئ.
یو پاسورډ د ټولو اکاونټونو«حسابونو»لپاره کارول هم غلط دي، ځکه که یو هیکر ستاسو یو اکاونټ لکه فیسبوک در هيک کړي، ممکن ټویټر مو هم هيک کړي، ځکه ایمیل او پاسورډ مو یو وي د دې لپاره هڅه وکړئ بېلابېل پاسورډونه وکاروئ او د هغوی ټولو د یادولو اړتیا هم نشته د پاسورډونو د مدیریت اپلیکیشن ډانلوډ کړئ او پاسورډونه مو هلته خوندي کړئ.
۲: خپل جزيات مه ښکاره کوئ
خپل کورنۍ او شخصي کیسې په ټولنیزو رسنیو کې مه کوئ، ځکه د هغوی کیسو کول خلکو ته ستاسې شخصي ژوند کې د لاس وهلو امکانات برابروي، نوي ټلیفونو چې مو پیرلي عکسونه يې مه نشروئ کېدای شي دا ستاسو خوندیتوب زیانمن کړي.
د خپلو واړو ماشومانو عکسونه که خپروئ هم مه ورسره لیکئ چې دا مې زوی، لور یا څه کېږي؛ د هغوی امنیت مهم دی.
هر چېرته چې تللئ همغه وخت د هغه ځای څخه خپل عکس مه خپروئ کله چې بېرته خپل کور یا اصلي استوګنځي ته راغلئ خپور یې کړئ.
۳: خپل انټرنیټي پیوستون خوندي کړئ
د خپل Wi-Fi شبکې پاسورډ د اعتبار وړ کس پرته بل چاسره مه شریکوئ تاسو ته به معلومه نه وي، خو له دې لارې هکران ستاسو ډیټا ته لاسرسی پیدا کولی شي، یوازې د باور وړ شخص سره د (Zapya, C Share)او داسې نورو اپلیکیشنونو کې د ډيتا راکړه ورکړه وکړئ ځکه هغوی کولای شي ستاسو له اجازې پرته ستاسو ډیټا ته
لاسرسی پیدا کړي تر ډېره بریده له وټس اپ څخه د ډیتا لېږلو لپاره کار اخلئ.
۴: ټول لینکونه د کلیک کولو له مخې دوه ځله وګورئ
په هر لینک کلیک مه کوئ اصلي ویبسایټونه واړه لینکونه لري چې اکثره په (com, org, Media ,Af)ختمېږي، هڅه وکړئ چې د لینکونو اخري حصه وګورئ چې په څه ختم شوي، تر تائید وروسته یې خلاص کړئ اوږده او ډېر لنډ لینکونه مه خلاصوئ ستاسو پاسورډونو او اکاونټونو ته زیان رسولی شي.
۵
:د انټي ویروس او د مالویر ضد سافټویر څخه کار واخلئ
که موبایل کاروئ Adblocker اپلیکیشن او که کمپیوتر کاروئ انټي وایروس سافټویر چې رسمي وي؛ وکاروئ. هکران ډېری وخت د لینکونو او اعلانونو له لارې چې تاسو ته یې ښیي او ستاسو تر کلیک وروسته پر تاسو حمله کوي کار اخلي. د پورتنيو سافټویرونو نښلول به ستاسو خوندیتوب لا ټینګ کړي.
:۶ماشومانو ته خپل ټلیفون مه ورکوئ
خپل ټلیفون هيڅکله ماشومانو ته مه ورکوئ، په ځانګړې توګه کله مو چې انټرنټ روښانه وي. ځکه ماشومان کولای شي ستاسو شخصي عکسونه ویډیوګانې او نور خوندي مواد د وټس اپ او یا نورو اکونټونو له لارې له خلکو سره شریک کړي؛ دا به بېرته راګرځېدونکي نه وي او ستاسو شخصیت ته به صدمه ورسوي.
د نورو مقالو لپاره زمونږ بلاګ درسره ثبت کړئ
Comments
Post a Comment