لس (۱۰) شیان چې تاسو باید هیڅکله په ګوګل کې ونه لټوئ ځینې یې ستاسو د مرګ سبب کېدای شي

10  شیان چې تاسو باید هیڅکله په ګوګل کې ونه لټوئ ځینې یې ستاسو د مرګ سبب کېدای شي

 

ګوګل شاید ډیری وخت زموږ لاس نیوی وکړي او له مونږ سره مرسته وکړي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې د یوې موضوع په اړه چې مونږ معلومات نلرو، مګر دا کله ناکله خورا برعکس اغیزه کولی شي. په لاندې مقاله کې، موږ به تاسو ته 10 موضوعات معرفي کړو چې تاسو باید هیڅکله په ګوګل کې ونه لټوئ (سرچ نه کړئ).



 

 

10. د ناروغۍ نښې

لومړی، راځئ چې د روغتیایي ستونزو په اړه خبرې وکړو. ډیری ویب پاڼې شتون لري چې پدې مسئلو کې تخصص لري، او ډیری یې یقینا د طبي مسلکي خلکو لخوا نه چلول کیږي. په انټرنټ په ځانکړې توګه په ګوګل کې به ستاسو د ناروغیو د نښو نښانو لټون کېدای شي تاسو سره د مرستې پرځای برعکس عمل وکړي، انټرنټ به تاسو ته په زرګونه ډوله ناروغۍ مخته کړي او تاسو نه به پوښتنه وکړي چې که تاسو دا نښې لرئ نو دا ناروغۍ تاسو کې شتون لري دا به ستاسو روان ته ډېر ضرر ورسوي او تاسو به په سوچونو کې وغورځوي نو بهترینه لاره یې دا ده چې خپل ناروغي ډاکټر ته ووایئ او اړین درمل ترلاسه کړئ..



 

9. هر هغه څه چې جرم وي

په ګوګل او یا انټرنټ کې د مخدره توکو او یا د سلاح ګانو د جوړولو او نورو جرمي مسائلو په اړه لټون مه کوئ  دا ستاسو امنیت ته خطر پېښولی شي؟

 



8. سرطان

که تاسو سرطان لرئ او په دې ناروغۍ اخته یاست نو په ګوګل کې ددې ناروغۍ د درملو او لارو چارو په اړه لټون مه کوئ دا ستاسو ناروغۍ د جوړولو پر ځای نوره هم ډېروي ځکه د سرطان ناروغۍ داسې درمل او نورې لارې چارې شته چې هغه تر اوسه تایید شوي ندي او د هغوی لارو چارو استعمال به ستاسې ناروغي نوره هم ډېره کړي..


 

t.write('');

7. ډارونکي فلمونه

نن سبا په غربي هېوادونو کې د ډارونکو فلمونو جوړول او کتل ډېر شوي دي خو ددې فلمونو کتل د ارواپوهانو له لوري منع دي هغه ځکه چې دا ډول فلمونه ستاسو راون ته ضرر رسوي او کېدای شي تاسو د ډار له امله ډېر کارونه ترسره نه شئ کړای په ځانګړي ډول د شپې له لوري نو هڅه وکړي ډارونکي فلمونه نه خپله او نه مو ماشومانو ته وښایئ..


 

6. ستاسو د پوستکي حالت

د پوستکي ډیری ناروغۍ شتون لري او ډیری یې واقعیا بدې ښکاري. که تاسو د دې ناروغیو لټون وکړئ، تاسو ته په ډېر د بد وضعیت انځورونه در مخ شي. او یا هم تاسو ته د داسې موادو د استعمال توصیه وشي چې د هغه په استعمال به ستاسو پوستکی لا هم خراب شي چې بېرته اصلي حالت ته راګرځېدل به یې ډېر سخت وي. .


 

5. د سګرټ څکونکو سږي

ډیری خلک چې سګرټ څکوي، یو څه وخت وروسته فکر کوي چې سګرټ څکول د دوی بدن ته، په ځانګړې توګه د دوی سږو ته څه زیان رسوي. انټرنیټ د سګرټ څکونکو د سږو غیر طبیعي عکسونو څخه ډک دی چې شاید تاسو په ویره کې کړي. که تاسو د سګرټ پریښودو لپاره قوي هڅونې ته اړتیا لرئ، نو ګوګل نه یې پوښتنه وکړئ چې څنګه سګرټ پرېږدو خو دا مه سرچ کوئ چې د سګرټ څکونکو سږي څنګه دي..


 

4. خطرناک حیوانات

نن سبا انټرنټ د مصنوعي ځیرکتیا سره ډېر تغییر کړی دی د خطرناکو حیواناتو په اړه لټون به تاسو ته داسې ویډيو ګانې پیدا کړي چې د هغه په کتلو به ستاسو رواني حالت وران شي او تاسو به ډېرې مودې پورې خواشینی کړي، دا داسې یو حالت درکوي چې بدلون به یې ډېر وخت ومومي.


 

3. خپل نوم

دا حقیقت چې زموږ محرمیت د انټرنیټ په عمر کې سرغړونه کیږي یقینا کومه نوې مسله نده. که تاسو په ګوګل کې خپل نوم وپلټئ، تاسو ممکن ناخوښه پایلې سره مخ شئ. خراب عکسونه، زاړه معلومات، نامناسب مواد، او داسې نور. کله چې تاسو په انټرنیټ کې دا ډول شیان وګورئ، نو تاسو به خامخا هڅه وکړئ چې دوی لرې کړئ، او دا شاید یو اسانه کار نه وي. نو دا غوره ده چې په لومړي ځای کې دې ته لاړ نه شئ.


 

2. د پوستکي تور داغونو لرې کول

دا موضوع له نورو موضوعاتو یو څه توپیر لري د اکثرو انسانانو پر پوستکي تور داغونه وي او دا اکثر وخت د ښایست سبب هم کېدای شي خو هغوی چې له دې امله په تشویش دي او پر مخ يې تور داغونه ډېر دي نو د پاکېدو لپاره یې نباید له ګوګل څخه پوښتنه وشي ځکه ګوګل تاسو ته داسې لارې چارې درښيي چې تایید شوي ندي او د هغو کارونه به ستاسو پوستکی د دایمي ستونزې سره مخ کړي..


 

1. د ناروغیو درمل

هیڅکله د یوې ناروغۍ درمل په ګوګل کې مه لټوۍ دا لټون به تاسو داسې یودرمل در وښيي چې هغه به ستاسو صحت لا هم خرابه کړي دوا ګانې اصلا د ناروغ سن، د ناروغۍ شدت، د ناروغۍ ډول، د ناروغ حالت ته په کتو ورکول کېږي د ګوګل لټون دوا استعمال ستاسو د مرګ سبب کېدای شي.


 

نو موږ څه وکړو؟

document.write('');

په دې لیست کې د ناخوښو موضوعاتو په اړه د لټون کولو پرځای، تاسو کولی شئ تل د ګوګل څخه ښه ګټه واخلئ پوښته وکړئ دا کار څنګه وکړو، د ژوند کولو ښې لارې چارې او داسې زرګونه نور مثبت لټونونه وکړئ د دوی ځوابونه ومومئ او د پایلو څخه خوند واخلئ.


Comments

Popular posts from this blog