ژباړه: محمدحامد اکبري له ننه۷۹ کاله وړاندې د افغانستان د مرکزي بانک (افغانستان بانک) بنسټ کېښودل شو او د همدې کال د ليندۍ پرشپږ ويشتمه نېټه يې نوې پيسې چاپ کړې، د کاغذي پيسو په چاپ سره چې د لومړي ځل لپاره د ستر غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال چاپ شوې د افغانستان پيسې نوې پړاو ته داخلې شوې. دا چې افغانستان د هغه هېوادونو له ډلې و چې د پاچاهانو او مشرانو په بدلون سره يې پيسې هم بدلېدې نو ځکه مو وغوښتل د کاغذي پيسو د رامنځته کېدو تایخچې ته لنډه کتنه وکړو. د غازي امان الله خان د واکمنۍ پړاو لومړنۍ کاغذي پيسې (بانکنوټ) د لومړي ځل لپاره په ۱۲۹۸ لمريز کال کې د غازي امير امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د يوې کابلۍ روپۍ په ارزښت چاپ شوې، د دې پيسو په ښي اړخ د افغانستان د حکومت نښان ( محراب او منبر) په منځنۍ برخه کې يې د اماني حکومت نښان او په کيڼ اړخ يې د ( یک روپیه کابلی) ليکل شوی و. يو کال وروسته همدا کاغذي پيسې بيا چاپ شوې؛ خو په رنګ او پرلپسې ګڼه کې يې بدلون راغی؛ بل کال بيا هم يوه کابلۍ روپۍ خو پرته له پرلپسې ګڼې چاپ شوه. په هماغه کال د ۵، ۱۰ او ۱۰۰ کابلي روپيو ځانګړي بانکنوټ...
Comments
Post a Comment