د یوه ماشوم بوټونه په سیند کې ورک شول, نو د سیند په غاړه يې ولیکل:

دا سیند غل دی, زما بوټونه یې پټ کړل. ښکاري راغی, په سیند کې یې ډیر ماهیان ونیول, نو په ساحل یې ولیکل: دا سیند ډیر سخي دی. د يوې ښځې زلمی زوی په سیند کې غرق شو نو بورې مور یې په غاړه ولیکل: دا سیند قاتل دی. لامبوزن راغی په سیند کې غوپه شو, ښایسته ملغلري يې راوایستلې او په ساحل یې ولیکل: دا سيند خلکو ته ډیر څه ورکوي. له دی وروسته لویه او تېزه څپه راغله, د خلکو ټول لیکل یې ړنګ کړل, او سیند په کرار وویل, د خلګو په خبرو به سر نه ګرځوی ... که له ځانه سيند جوړول غواړې . }; document.write('');

Comments

Popular posts from this blog

لس (۱۰) شیان چې تاسو باید هیڅکله په ګوګل کې ونه لټوئ ځینې یې ستاسو د مرګ سبب کېدای شي

د پنځو 5 میوو پوستکي مه بي ځایه کوئ بلکي په ګټو يې ځان خبر کړئ !