د هغه قاتل کیسه چې ۱۶ نجونې یې په خپل ټيکري کې وژلې دي
په ۲۰۰۹ کې د هند ګوا ایالت پولیسو د مهانند نایک په نوم سړی د یوې ښځې د مرۍ خپه کولو په تور ونیو. د قضیې د پلټنې پر مهال د ۱۶ نجونو د وژلو پلونه هم تر ده ور ورسېدل او مالومه شوه چې مهانند د ۱۹۹۴ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ ۱۶ ښځې وژلې دي.
د دغه قاتل کیسه فلم یا ناول ته ورته ده. په ریښتیا هم په هند کې یو تازه سیریال خپور شوی چې ډېرې پېښې یې د مهانند له کړنو سره یو شان ښکاري.
مهانند په هندي رسنیو کې اوس د "دوپټه کېلر" په نوم مشهور دی، یاني هغه سړی چې په لوپټه یا ټيکري کې خلک وژني.
دغه زنځيري قاتل به لومړی نجونو ته د واده دروغجنې وعدې ورکولې او چې نجلۍ به یې رضا کړه نو وروسته به یې و وژله.
د وژنو پیل یې د خپلې ښينې یا د مېرمنې له خور وکړ
د رسنیو د خبرونو له مخې، مهانند رکشه چلوله. په ۱۹۹۵ کې یې لومړی ښکار خپله ښينه وګرځېده چې ګلابي ګاونکر نومېدله او د ده د مېرمنې خور وه.
ګلابي د کم زیات دېرشو کلونو وه او خیاطي یې کوله. مهانند د هغې سر له تنې پرې کړی و.
د قتل د دې قضیې د څېړلو پر مهال مالومه شوه، هغه ږیرور سړی چې هره ورځ به ګلابي کره ورته، په اصل کې د هغې اوښی مهانند و. پولیسو هغه ونیو.
خو مهانند ځان سپين باله او دا استدلال یې کاوه چې ګواکې په کوم وخت یې چې ښينه قتل شوې وه، دی هغه مهال د رکشو په تمځي کې و. نورو رکشهوانو هم د هغه خبره تاییدوله.
مهانند سره هغه مهال بخت یاري وکړه، ځکه چې امنیتي کامرې نه وې چې پولیسو پر هغه د قتل زبادولو لپاره ثبوت موندلی وای. هماغه و چې دی یې خوشې کړ.
خو مهانند له دې سره زړور او پرله پسې وژنې پیل کړې او په ورپسې ۱۵ کلونو کې یې ۱۵ نورې ښځې هم ووژلې.
له سیریال سره د مهانند د قتلونو کیسې ورته والی
مهانند به په پټیو، ځنګلونو، هوټلونو او ان په خپل کور کې هم له ښځو سره جنسي اړیکه نیوله
جالبه دا ده چې د دغو قتلونو کیسه پر امازون پرایم باندې د "دهاد" په نوم یوه سیریال ته ورته ده.
په دغه سیریال کې یو زنځيري قاتل په پرله پسې ډول ۲۷ نجونې لومړی د مینې په لومه کې ایساروي او بیا یې وژني. دی عموماً د داسې کورنیو نجونې په نښه کوي چې جهېز نه شي ورکولای.
په هند کې دود دا دی چې د واده لپاره باید نجلۍ د هلک کورنۍ ته جهېز او ولور ورکړي او هلته تر ډېره د بې وسه کورنیو نجونې له همدې کبله په کور زړېږي.
په دغه سیریال کې هلک نجونو ته د واده دروغجنې ژمنې ورکوي، جنسي اړیکه ورسره نیسي او وروسته یې په زهرو وژني او موبایل، پیسې او ګاڼه ترې لوټي.
د مهانند کیسه هم همدې ته ورته ده.
هغه به داسې نجونې لټولې چې عمر به یې د واده کولو و خو د جهېز وس به یې نه درلود او لا به یې کومه ښه رشته هم نه وه موندلې.
مه انند به په پټیو، ځنګلونو، هوټلونو او ان په خپل کور کې هم له ښځو سره جنسي اړیکه نیوله.
کله به یې چې له یوې ښځې سره خپل باور او اعتبار ښه پوخ کړ نو یوه ورځ به یې ورته وویل چې ښه سينګار کړې ورشي ځکه چې دی غواړي له خپلې کورنۍ سره یې معرفي کړي چې بیا واده سره وکړي.
کله به چې نجلۍ ورغله او څنګه به چې مناسبه موقع ورته پیدا شوه نو هغې ته به یې خپله لوپټه په مرۍ کې ورواچوله او وبه یې وژله.
مهانند به د وژل شوې نجلۍ ټول شیان او ګاڼه راټول کړ او په چا به یې چې خرڅول پلمه به یې دا ورته کوله چې ګواکې ښځه یې ناروغه ده او پیسو ته اړتیا لري.
هغه به نغدې روپۍ خپل جیب ته واچولې او د موبایل سيمکارت به یې وغورځاوه چې څوک پلټنه پسې ونه کړي.
مهانند اکثره د داسې کورنیو نجونې وژلې دي چې اقتصادي وضعیت به یې ډېر خراب و او په خامو کورونو او کوټنیو کې به اوسېدل.
د رسنیو د مالوماتو له مخې د ځینو مقتولو نجونو نومونه درشنا، وسنتي، سنیتا، دیپالي، نېرملا، کيسر، نېن او سوشيلا دي.
د مهانند وروستۍ قتل کړې نجلۍ یوګیتا نومېدله.
د یوګیتا د وژنې په پېښه کې سترې محکمې مهانند ته د قتل، غلا، د شواهدو له منځه وړلو او د بېلابېلو نورو جرمونو په تور د عمري بند او نغدي جریمې سزا ورکړه.
کلیوالو د هغه کور وسوځاوه
د شیروډا کلي اوسېدونکي هله هک پک شول چې خبر شول دغه پرله پسې وژنې د دوی کلیوال مهانند کړې دي.
هغوی ته دا د منلو نه وه چې له خپلې ښځې او اولادونو سره یو اوسېدونکی سړی دومره ډېر قتلونه کولای شي.
کلیوالو د هغه پر کور برید وکړ، لوښي یې ورته مات کړل او اور یې ورواچاوه. تر دې وروسته د هغه ښځه له خپلو ماشومانو سره له کوره کوم خوندي ځای ته وتښتېدله.
خو ښځې یې ویل چې د مهانند چلند دومره ښه و چې هېڅکله یې پر هغه د داسې کار شک نه دی راغلی، ځکه چې په وینا یې هغه ډېر یو "مخلص" مېړه او پلار و.
مهانند په تېرو دوو کلونو کې دوه ځله په ضمانت د خوشې کېدو هڅه کړې خو محکمې رد کړې ده.
تر بندي کېدو وروسته ده ته تازه د لومړي ځل لپاره په جون او جولايي میاشت کې له زندانه ۲۱ ورځې رخصتي ورکړل شوې ده.
د مهانند په اړه ګڼې نورې دوسیې هم په محکمو کې په بېلابېلو پړاوونو کې دي. په ځینو قضیو کې هغه پر خپل جرم اعتراف کړی دی خو په یو شمېر نورو کې بیا د وژل شویو کسانو مړي نه دي موندل شوي او یا په دومره خراب او وراسته حالت کې ترلاسه شوي چې پولیسو او دولتي وکیلانو ته پرې د تحقیق کولو لپاره څه نه دي پاتې.
Comments
Post a Comment