د پنځو 5 میوو پوستکي مه بي ځایه کوئ بلکي په ګټو يې ځان خبر کړئ !




🩺 میوې د الله هغه نعمتونه دي چې له بې شمېره غذايې
 موادو څخه ډکي دي ، خو ځیني داسي میوې هم شته چې نه یواځي خپله میوې بې شماره فائدې لري بلکي د هغو هغه خوروکي ( پوستکي ) چې مونږ یې یا خو غورځوو او یا یې حیواناتو ته ورکوو ، هم یو شمیر خاص فائدې لري . دَ پنځو 5 قسمه میوو د پوستکو فائدې په لاندي ډول دي : 1 - د مالټې پوستکي : دمالټې پوستکي ددې تر څنګ چې خوړل يې د وزن په کمولو کې رغنده رول ادا کوي ، د انسان د پوستکي رنګ روښانه کوي ، د قبضیت او تنفسي ناروغیو په مخنیوي کې ښه برخه لري ، همدارنګه د زړه او سرطان ناروغیو په لري کولو کې هم د پام وړ رول ادا کوي . 2 - د کیلې پوستکي : که چیري مونږ څو ځلي پر له پسې خپلو غاښونو باندي د کیلې پوستکي وموښو وبه وینو چې غاښونه مو څومره سپینوالی ښیې ، او همدارنګه د سوځیدو په حالت کې که پر سوځیدلي ځاي باندي د کیلې پوستکي کښیږدو ورسره مو درد کمیږي او د آرام احساس کوو . 3 - دهندوانې پوستکي : له دي سره سره چې د هندوانې پوستکی د حیواناتو لپاره غوره خوراک ده او مونږ چې کله هندوانه پیدا کړو نو ژر يې دننه برخه وخورو او پوستکی يي لري وغورځوو ، خبر نه یو چې د هندواني پوستکي د حیواناتو د خوراک په څنګ کې د انسانانو لپاره هم د پام وړ ګټې لري . د هندوانې پوستکي هم د وزن په کمولو کې ښه رول ادا کوي ، او که يې چیري خپل بدن باندي وموښو دبدن خیرې به مو له منځه یوسي او هغه خلګ چې د بدن د پوستکي له وچوالي څخه سر ټکوي که د هندواني پوستکي خپل بدن باندي وموښي جلد به يې ورسره لوندوالی پیدا کړي او د بدن د جلد مړه برخه به ورسره نوی ژوند پیل کړي . 4 - د انار پوستکي : د انار پوستکي د ځوانۍ دانو او همدارنګه د بدن سوروالي او ګرمي لري کولو ، د ويښتانو د تویېدلو او د سر د خانګرو په لري کولو کي ښه ونډه لري ، د زړه د ناروغیو ، د حلق د التهاب ، د هډوکو او غاښونو په ټینګوالي او همدارنګه د کولمو په روغوالي کې ښه رول ادا کوي . 5 - د بادرنګ پوستکي : د بادرنګ پوستکي ټوله نړۍ کې په دې پیژندل شوی چې ډېر فایبر او لږ کیلوریز لري ، د قبضیت په لري کولو ، د وزن په کمولو لویه ونډه اخلي او دا چې د بادرنګ پوستکي په ډېر مقدار سره ویټامین ( A ) او ( K ) لري ، نو د وینې د کلکوالي په مخنیوي کې ښه کار کوي . همدارنګه د هډوکو په مضبوطوالي کې هم ښه رول ادا کوي .

Comments

Popular posts from this blog

لس (۱۰) شیان چې تاسو باید هیڅکله په ګوګل کې ونه لټوئ ځینې یې ستاسو د مرګ سبب کېدای شي