ژباړه: محمدحامد اکبري له ننه۷۹ کاله وړاندې د افغانستان د مرکزي بانک (افغانستان بانک) بنسټ کېښودل شو او د همدې کال د ليندۍ پرشپږ ويشتمه نېټه يې نوې پيسې چاپ کړې، د کاغذي پيسو په چاپ سره چې د لومړي ځل لپاره د ستر غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال چاپ شوې د افغانستان پيسې نوې پړاو ته داخلې شوې. دا چې افغانستان د هغه هېوادونو له ډلې و چې د پاچاهانو او مشرانو په بدلون سره يې پيسې هم بدلېدې نو ځکه مو وغوښتل د کاغذي پيسو د رامنځته کېدو تایخچې ته لنډه کتنه وکړو. د غازي امان الله خان د واکمنۍ پړاو لومړنۍ کاغذي پيسې (بانکنوټ) د لومړي ځل لپاره په ۱۲۹۸ لمريز کال کې د غازي امير امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د يوې کابلۍ روپۍ په ارزښت چاپ شوې، د دې پيسو په ښي اړخ د افغانستان د حکومت نښان ( محراب او منبر) په منځنۍ برخه کې يې د اماني حکومت نښان او په کيڼ اړخ يې د ( یک روپیه کابلی) ليکل شوی و. يو کال وروسته همدا کاغذي پيسې بيا چاپ شوې؛ خو په رنګ او پرلپسې ګڼه کې يې بدلون راغی؛ بل کال بيا هم يوه کابلۍ روپۍ خو پرته له پرلپسې ګڼې چاپ شوه. په هماغه کال د ۵، ۱۰ او ۱۰۰ کابلي روپيو ځانګړي بانکنوټ...
Popular posts from this blog
لس (۱۰) شیان چې تاسو باید هیڅکله په ګوګل کې ونه لټوئ ځینې یې ستاسو د مرګ سبب کېدای شي
10 شیان چې تاسو باید هیڅکله په ګوګل کې ونه ل ټوئ ځینې یې ستاسو د مرګ سبب کېدای شي ګوګل شاید ډیری وخت زموږ لاس نیوی وکړي او له مونږ سره مرسته وکړي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې د یوې موضوع په اړه چې مونږ معلومات نلرو، مګر دا کله ناکله خورا برعکس اغیزه کولی شي. په لاندې مقاله کې، موږ به تاسو ته 10 موضوعات معرفي کړو چې تاسو باید هیڅکله په ګوګل کې ونه لټوئ (سرچ نه کړئ) . 10. د ناروغۍ نښې لومړی، راځئ چې د روغتیایي ستونزو په اړه خبرې وکړو. ډیری ویب پاڼې شتون لري چې پدې مسئلو کې تخصص لري، او ډیری یې یقینا د طبي مسلکي خلکو لخوا نه چلول کیږي. په انټرنټ په ځانکړې توګه په ګوګل کې به ستاسو د ناروغیو د نښو نښانو لټون کېدای شي تاسو سره د مرستې پرځای برعکس عمل وکړي، انټرنټ به تاسو ته په زرګونه ډوله ناروغۍ مخته کړي او تاسو نه به پوښتنه وکړي چې که تاسو دا نښې لرئ نو دا ناروغۍ تاسو کې شتون لري دا به ستاسو روان ته ډېر ضرر ورسوي او تاسو به په سوچونو کې وغورځوي نو بهترینه لاره یې دا ده چې خپل ناروغي ډاکټر ته ووایئ او اړین درمل ترلاسه کړئ. . 9. هر...
کوال: هاروي مېکي ژباړن: عبدالله ریحان څنګه کولای شو چې د غلطیو د تکرار مخه ونیسو؟ لکه څنګه چې هر بریالی شخص په صادقانه توګه د ناکامۍ اعتراف کوي،خو ډیری خلک بیا د ناکامۍ په شریکولو ویره لري. موږ له ناکامۍ دوه د ارزښت وړ درسونه زده کوو. زموږ د ناکامۍ یو دلیل هرومرو شته. موږ څنګه له ناکامۍ راګرځیدلی شو؟ په پای کې موږ ولې ناکام یو او څنګه خپلې غلطۍ اصلاح کولای شو؟ د شیو کیهرا د وینا مطابق، ته ګټونکی یې د کتاب لیکوال، له ناکامي سره په ۷ دلایلو موږ مخامخ کېږو. هاروي مېکي ښه سوداګر، لیکوال او ویناوال وایي، چې هره ناکامي موږ ته ارښتناک درسونه رازده کوي او دا راښایي، چې موږ د وروسته والي مخه څنګه ونیسو؟ دلته د عامې ناکامۍ او ستونزو لپاره د حل لارې لټول شوې دي. د ټینګار نشتوالی ډیری خلک ناکامیږي دا ځکه، چې دوی پوه او وړتیا نه لري او د بیا هڅې پلان نه لري. دا اړینه بولم، چې زه باید دلته د دوو کلیمو یادونه وکړم، ټینګار مخنیوی ټینګار، هغه څه چې باید ترسره شي، مخنیوی، هغه څه چې له کولو یې باید ډډه وشي. د نوې تګلارې هڅه وکړئ، دوام ورکړئ، چې ډیر اړین دی. د بیا بیا...

Comments
Post a Comment