
لیکوال: حمیدالله حمیدي– د ملا له اذان سره یې سم زوړ ماډل چراغ لرونکی موبایل هم وشرنګېد. په ښی اړخ واوښت. د شهادت کلمه یې درسته کړه. موبایل ته یې لاس ور وغځاوو، د کنسل بټنې ته یې په پټو سترګو فشار ورکړ. په ذهن کې یې د چوک ګن شمېر ګارګران او ګڼه ګوڼه را تېرل شول. د خوب له ځایه پورته شو، د کوټې له کونجه یې د ګرمو اوبو ژېړه بوشکه، چې بېګا یې په جای نماز کې پټه کړې وه را واخیسته. د اوداسه لپاره یې ترې ګوزه ډکه کړه، د اوبو له خوړ، خوړ سره یې مېرمنه هم را ويښه وشوه، سړیه ماته به دې غږ کړی و، چې د اوداسه اوبه مې درته ته تیارې کړې وای، سړي غږ ونه کړ، له کوټې ووت. بېرون یخ باد چلېدو، د شپې لږ څه پرخه هم شوې وه. سړي له ځانه سره وویل، لکه، چې سږ کال هم د تېر کال په څېر وچکالي ده، په سر او څنګلو یې مسحه وکړه، پر برنډه یې د سیمنټو پر ځای وړې وړې شګې اچولې وې، تر دهلېزه پورې د ګوتو په سرونو راغلو، لږ شېبه پر جای نماز کیناست، د کوټې له کړکۍ لږ څه رڼا را ولوېده، سړی په لمانځه ودرېد، مېرمنې یې له اودس کولو مخکې پر ګاز ډبې باندې توره چای جوشه کېښوده، له لومنځ کولو ورسته سړی همداسې په جای نماز ناست و او...